امنیت

په نورستان او ارزګان کې د يوولسوتنو وسله والوطالبانو وژل کيدل

کابل باختر دسلواغې ديرشمه :
په نورستان ولايت کې د نويونښتو په بهيرکې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دغه جګړې نن سهار د ډيورندکرښې ته څېرمه په کامديش ولسوالۍ کې هغه وخت ونښتې چې يوې ډلې وسله والوطالبانوغوښتل چې د ډيورندله کرښې اخوا څخه نورستان ته واوړي.
دافغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دغو نښتوکې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل: دغوطالبانوغوښتل چې د ډيورند له کرښې اخوا څخه نورستان ته راواوړي او دسرحدي  پوليسو په پوستې بريد وکړي .
ويل کيږي په دغو نښتوکې افغان پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
ديوبل خبرله مخې: پنځه تنه وسله وال طالبان په ارزګان ولايت کې د نښتو له امله ووژل شول.
دغه جګړې تېره شپه ناوخته دچارچينو ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت ونښتې چې پوځيانو د وسله والو طالبانو په  يوه پټنځي  بريد وکړ .
د ارزګان ولايت د چارچينو ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ مرستيال  دباخترآژانس  خبريال ته وويل چې په دغونښتوکې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل چې په دې پيښه کې يو شمېر طالبان هم ټپيان شوي دي چې دقيق شمېر يې څرګند نه دى.
ويل کيږي په دې پيښه کې افغان پوځيانو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
په را رسيدلوخبرونوکې ويل شوي دي چې له دغو جګړو وروسته افغان پوځيانو د وسله والو طالبانو څوجنګي وسايل او يو پټنځاى ترلاسه کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته