ټولنه

پروفيسرحضرت صبغت الله مجددي: د خداى ( ج ) په دربارشهيدان ژوندي دي

کابل باختر دتلي  اتمه :
د١٣٥٧- ١٣٥٨د پنځه زره تنو شهيدانو د فاتحې اخيستلو مراسم نن د شيرشاه سوري په جامع جومات کې پرځاى شول.
  دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: په هغو مراسموکې چې د شخړو د حل دخپلواک کميسيون د رييس پروفيسرصبغت الله مجددي، دکابينې د يو شمير غړو، د مشرانو جرګې د رييس فضل هادي مسلميار، په ملي شورا کې د خلکو د يو شميراستازو، د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا د لوى رييس، د سالاکارو وزيرانو، د کابل، لوګراو د ميدان وردګو د واليانو د بېلابېلو وزارتونو د معينانو، رييسانو او کارکوونکو او د ملي اردو، ملي پوليسو او دملي امنيت د يو شمير جنرالانو او افسرانو، د شهيدانو د وارثانو او د يو شمېرکابل ښاريانو په ګډون  پرځاى شوى و؛ پروفيسر حضرت صبغت الله مجددي وينا وکړه او ويې ويل: دافغانستان شهيدان يواځې دغه پنځه زره تنه نه دي چې نومونه يې خپاره شوي دي؛ بلکې د افغانستان شهيدان سلګونو زروتنوته رسيږي چې خپور شوى لست ددغه هيواد د شهيدانو يوه بيلګه ده.
  پروفيسرمجددي د قرآن له نظره د شهيد د مقام په باب هراړخيزې خبرې وکړې او ويې ويل چې خداى ( ج ) په خپل کتاب کې فرمايلي دي: هغه کسان چې د خداى ( ج) په لاره کې شهادت ته رسيږي؛ مړى مه شميرئ. هغوى دخپل پروردګار په دربار کې ژوندي دي اوخداى ( ج ) د برزخ په عالم کې هغوى ته رزق او روزي رسوي، دا هغه خصوصيت دى چې يواځې شهيدانو ته ورکړ شوى دى .
مراسم د هيواد د آزادۍ او خپلواکۍ د لارې د شهيدانو پاک روح ته په دعا سره پاى ته ورسيدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته