
کابل، د لېندۍ ۸مه، باختر
د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نورستان د عامي روغتیا رئیس مولوي نقيب الله نوري د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې یاده پېښه تېره ورځ د برګمټال ولسوالۍ د افسی کلي اړوند ساحه کې د یو موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې، چې پکې یوه مېرمن مړه شوې او د یوې ماشومې په ګډون ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
نورستان له هغه ولایتونو څخه دی، چې د سړکونو د خرابوالي له امله وخت ناوخت پکې ترافیکې پېښې رامنځته کېږي.
لمر