کابل باختر د غبرګولي ١٩ :
شپږتنه سيمه ييز پوليسان تېره شپه د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې دخپل يو همکار له خوا ووژل شول .
يو امنيتي خبرځاى چې ويې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي؛ باخترآژانس ته وويل: دغه پيښه تيره شپه د هلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په زمبلي سيمه کې رامنځته شوې ده.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې : يرغلګر دخپلو همکارانو له وژلو وروسته له سيمې څخه تښتيدلى دى .
تيره اوونۍ هم اووه تنه پوليسان دقندهار ولايت په ارغستان ولسوالۍ کې دخپلو ميلمنو له خوا په يوه امنيتي پوسته کې شهيدا شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ