امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

 

کابل باختردوري دمياشتې ٢٦ :

دنيمروز او ارزګان په ولايتونو کې دملي پوليسو له ځواکونوسره په دوو جلاجلا عملياتو کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ، دغه پيښه  پرون غرمه هغه  وخت رامنځته شوه چې دملي پوليسوځواکونه ددغه ولايت  دخاشرود ولسوالۍ دکندهاريانو په کلي کې  دکرل شويو کوکنارو په اړولو بوخت و چې له وسله والو طالبانو سره مخامخ شول.

دغه راز په يوه بله ورته پيښه کې  چې تيره شپه  دارزګان ولايت  دشهيداحساس ولسوالۍ په  دو وان  سيمه کې رامنځته شوه يو وسله وال طالب ووژل شو او څلور تنه نور يې ټپيان شول او يوه اندازه جنګي وسايل او څلور موټرسايکلونه هم دملي پوليسو ځواکونو لاسته ورغلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته