سیاست

تبصره

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٢
د مدني ټولنې فعالانو په يوه څرګند پيغام کې ډار اچوونکو او تروريستانو ته وويل: علم مه مسموموئ او موږ له زده کړې څخه لاس نه اخلو.
د باختر آژانس مبصر ليکي:
په دې وروستيو وختوکې په هرات ښارکې يو شمېر زده کوونکې نجونې د يو ډول ګازو په واسطه مسمومې شوې.
د هرات ولايت امنيتي سرچينو دغه حرکت يو قصدي حرکت او يو ډار اچوونکى فعاليت وباله چې په دې ترتيب په ښوونځيوکې د ويرې او وحشت فضا واکمنه او زده کوونکي په تېره بيا زده کوونکې نجونې ښوونځي ته له ورتګ او د علم او پوهې له زده کړې څخه منع کړي.
سره له دې چې د يو ډول ګازو استنشاق د دغه مسموميت عامل بلل شوى دى؛ خو د پيښو د غوټى سر تر اوسه پورې معلوم نه دى. سره له دې چې په ښوونځيوکې د مسموميت له پلوه د هرات روغتون ته د مراجعه کوونکو شمېر ٥٠٠ تنو ته رسيږي؛ هيڅ له انديښنو ډک مورد نه دى ثبت شوى. خو هغه څه چې مهم او د خبرو وړ دي؛ زده کوونکو او د هغوى کورنيو ته د انديښنې پيدا کيدل دي.
په دې ترڅ کې د زده کوونکو د مسموميت پيښې کولاى شي يوه امنيتي تشه په ډاګه کړي او د وسله والو مخالفينو د تبليغ لپاره زمينه برابره کړي چې ګنې دولت د هيواد والو د امنيت په تامينولوکې پاتې راغلى دى .
هغه څه چې په تيرو دوو اوونيوکې رامنځته شول؛ د هغې مغرضانه سناريو دوام دى چې له څو کلونو را په دې خوا کله نا کله زموږ د خلکو د انديښنې عامل کيږي.
موږ په څو تيرو کلونوکې د بدخشان، تخار او د کابل په ولايتونوکې د زده کوونکو د مسموميت د پيښو شاهدان يو؛ خو په دغه شان پيښو لاس پورې کول زموږ د ماشومانو او ځوانانو د زده کړې او  او روزنې د دوام مخه نه ده نيولې.
په هرات کې د وروستيو پيښو په تعقيب چې خلک يې په فرهنګي لحاظ او د زده کړې او تحصيل له پلوه په نسبي ډول په ښه موقعيت کې دي؛ د دې مسئلې څرګندوى ده چې د دې هيواد د ښمنانو د اقتصادي او فرهنګي بنسټونو د ويجاړولو ترڅنګ زموږ په هيواد کې په پوهنې باندې يې هم ګوزارونه کړي دي .
مخکې له دې چې دوى د زده کوونکو په مسمومولو لاس پورې کړي؛ موږ په دغه ولايت کې په زده کوونکو نجونو پرخلاف د تاوتريخوالي شاهدان وو. طالبانو په وار وار په شينډنډ او د هرات ولايت په نورو ولسولايوکې هلې ځلې وکړې چې ښوونځيو ته د نجونو د ورتګ مخه ونيسي؛ خو ښوونځي ونه تړل شول او څوک د طالبانو ګواښ ته چې د تحجر  او جهالت زيږنده دي؛ تسليم نه شو او اوس د هرات ولايت زده کوونکو او د مدني ټولنې فعالانو او د دغه لرغوني او فرهنګ دوست ولايت خلکو په يوه لاريون کې ډار اچوونکو ته خپل پيغام صادر کړ او ويې وويل: ((علم مه مسموموئ؛ موږ له زده کړې څخه لاس نه اخلو))
تروريستان دې په ياد ولري چې زموږ علم ، پوهه، فرهنګ او هويت زموږ غرور دي طالبانو څومره چې هلې ځلې وکړي؛ که چيرې ښوونځيو ته اور واچوي؛ که چيرې ښوونکي شهيدان کړي او يا په زده کوونکو بريدونه وکړي او يا زموږ فرهنګي او تاريخي آثار او شتمنۍ ويجاړې کړي؛ دغه ملت نه تسليميږي او په ډانک پيلي ډول طالبانو ته وايي: ((که چيرې تاسو ووژل او يا وژنئ؛ که چيرې مدرسې او ښوونځي ته اور اچوئ، ډاډ من واوسئ چې دغه ملت د خپلو ارزښتونو د ساتنې لپاره زياته مبارزه کوي او نه تسليميږي.))
دغه راز ډار اچوونکي دې بايد په دې پوه شي چې د تاريخ له قضاوت او د خلکو او خداى (ج) له محاکمې څخه تښتيدلي نه شي او هغه ورځې به را ورسيږي چې دوى به د خپلو ناوړو او بدو عملونو ځواب ووايي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته