ټولنه

په رستاق ولسوالۍ کې دکرنيزو اوبو دکانال دجوړولو کار بشپړ شو .

کابل باختر د وري نهمه :
په تخار ولايت کې دکرنيزو اوبو دکانال دجوړولو کار بشپړ  او ګټې اخستنې ته وسپارل شو .
دغه پروژه دتخار ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رياست له خوا عملي شوې ده .   دتخار ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست يوه خبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل: له دغه کانال څخه درستاق ولسوالۍ په مربوطاتو کې دڅو کليو دکرکيلې لپاره کار اخستل کيږي .
ده زياته کړه  په هغو کليو کې چې ددغه کانال تر پوښښ لاندې  راغلي دي دحول بالا ، باي نظر ، تولګي سفلى ، ايشانانو  ، توګلي حفيظ الله ، چپ خان او درستاق څو نورکلي شامل دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دغه پروژه درستاق دکليو دوګړني شورا په وړانديز دملي پيوستون دپروګرام له خوا عملي شوې ده .
خبرځاى زياته کړه چې دغه کرنيز کانال دڅه دپاسه  يو مليونو دوه سوه دوه ديرشو زرو په لګښت بشپړ شوى دى چې پيسې يې داسيا دپرمختيا بانک له خوا ورکړي شوې دي  .
خبرځاى  دغه راز وويل چې په دې پروژه کې لسګونو تنه ته دکار زمينه برابره شوه .
دغه پروژه په شپږو مياشت کې بشپړه او داستفادې  وړوګرځيده .
دسيمې اوسيدونکو له دې امله چې له يوې خوا ددغې پروژې  په بشپړيدو سره دکرنيزو اوبو له اسانتياو څخه ګټه واخسته له بلې خوا هغوى  ته دکار زمينه برابره شوه، قدرداني وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته