ټولنه

د کنګ ولسوالۍ اداري ودانۍ جوړيږي

نيمروز باختر دتلې دمياشتې ١٨ :
د نيمروز ولايت د کنګ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو کار پرون پيل شو.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې:
د دغې ودانۍ د جوړولو کار د نيمروز د والي انجنير محمد سميع او د دولتي او پوځي ادارو د رييسانو له خوا پيل شو.
خبرځاى زياته کړه: دغه ودانۍ د ښار او کور جوړولو وزارت له بودجې څخه د څلرويشتو ميليونو افغانيو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړيږي چې د دغې ودانۍ په جوړيدو سره به ددغې ولسوالۍ د اداري کارکوونکو ستونزې لرې شي.               
پاى سعيده ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته