امنیت

د طالبانو يو قوماندان له خپلو پنځو تنو افرادو سره يې د سولې له بهير سره يوځاى شو

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
د وسله والو طالبانو د دلې يو قوماندان له پنځو تنو افرادو سره يې پرون په تخار ولايت کې د سولې له بهير سره يوځاى شو.
دامنيتي مقاماتو دڅرګندونو له مخې: دغه قوماندان چې محمد ظاهر نوميږي؛ پخوا له افرادو سره يې د چاه آب او شهر بزرګ په ولسواليوکې په ډار اچونکو فعاليتونو بوخت و.
دتخار ولايت دامنيې قوماندان داستخباراتو مديرمحمد ابراهيم د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه شپږ کسيزه ډله ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ د منسوبينو دهلوځلو په نتيجه د سولې له بهير سره يوځاى شوه.
دابراهيم دڅرګندونو له مخې: دغې ډلې خپلې وسلې هم دولت ته وسپارلې.
په همدې حال کې د دغې ډلې قوماندان محمد ظاهر له دې امله چې دسولې له بهير سره يوځاى شوى دى؛ خوښ دى او له دولت څخه غواړي چې ده او افرادوته يې دکار زمينه برابره کړي چې وکولاى شي په خوندي او د سولې په فضاکې ژوند وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته