کابل باختر دسلواغې ٢٩ :
د۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان ډګرجنرال محمدزمان «وزیری» په داسی حال کې چی د ننګرهاروالی سلیم خان کندزی، دننګرهارامنیه قوماندان فضل احمد شیرازد دڅلورمی پلې لوا قوماندان بریدجنرال محمدنسیم سنګین ، دلمړی نمبرسرحدی لواقوماندان، دننګرهارولایت د ملی امنیت رئیس ، دننګرهارولایت داستیناف محکمی رئیس ،دننګرهارولایت د عالمانوشورا رئیس،دعامه نظم پولیسودلوا قوماندان ، دننګرهارولایت دولایتی شورا یو شمیروکیلانو،دشینوارودشپږوولسوالیو ولسوالانو او دقول اردو دقرارګاه د شعباتویوشمیرآمرینو یې ملګرتیا کوله د ننګرهارولایت په اچین ولسوالی کی له ګڼ شمیرقومی مشرانوسره دیوی لویې غونډې په ترڅ کی لیدنه ترسره کړه چی لمړی دننګرهاروالی سلیم خان کندزی خبری وکړی اوویی ویل : دشاهین (۱۸) په نوم پیل شویوعملیات پر مټ یی اوس دداعش لمنه تربانډراوپیښی سیمی ورټوله کړې ده اوزیاته یی کړه چی د دې سرک د سیمی په لیسه کی شاوخوا(۵۰۰۰) زده کوونکوزده کړه کوله اواوس یی ټول زده کوونکی بیرته ښوونځی ته ورستانه شوي دي .
وروسته بیاد۲۰۱ سیلاب قول اردوقوماندان ډګرجنرال محمدزمان وزیری خبری وکړی اوویی ویل : چی په ننګرهارکی یی دجګړی له پیله تراوسه (۱۰۰۰) تنه داعش وسلوالوته يې مرګ ژوبله اړولی ده اوزیاته یی کړه ؛ چی د روانو عملیاتو پرمټ یی ددغې ولسوالی دده سرک سیمی ښوونځی چی دداعشیانومحکمه اوزندان وو دهغوی له ولکی خلاص کړاو اوس مهال پکی ښوونکي اوزده کوونکی خپلی زده کړی پرمخ بیایی .
وروسته یوشمیرقومی مشرانو خبری وکړی اودغه عملیات یی بریالی وبلل اوله امنیتی ځواکونوڅخه یی مننه وکړه چی دداعش ناکاره پدیده یی د دوی له سیمی څخه ورکه کړه اودهغوی بړستن یی ورټوله کړی ده .
همدارازقومی مشرانوله امنیتی ځواکونوڅخه په پوره توګه ملاتړاعلان کړ . ورپسی د۲۰۱ سیلاب قول اردوقوماندان او ورسره ګډ پلاوی دجګړی له لومړیو کرښوڅخه لیدنه وکړه .
همدارازیی د امنیتی ځواکونوهغه منسوبانواوسرتیروته چی دجګړوپرمهال یی له ځانه ښه وړتیاښودلی وه د (۱۰۰۰۰۰) سل زره افغانی اویوشمیرساعتونه د نازولو په موخه ورکړل .
دغه راز د دغو سیموپه (۴۰۰) کورنیو یوه اندازه خوراکی توکی وویشل اودغه راز ددي ولسوالی د ده سرک ښوونځی په زده کوونکو يوه اندازه قرطاسيه هم وويشل شوه .
2 1 دقیقه لوستل