امنیت

په نورستان کې دشپږو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر دکب يو ويشتمه
دوسله والو طالبانو په ډلې  پورې اړوند شپږ تنه ډار اچوونکي په نورستان ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
په  يرغلګرو نن سهار په کامديش ولسوالۍ کې  د ډيورند له کرښې څخه دتيريدو په وخت کې بريد وشو .
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يو ه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې شپږ تنه يرغلګر ووژل شول
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي مامورانو په نورستان ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيوله .
  ديوبل خبرله مخې، امنيتي مامورانو نن سهار دنورستان   ولايت په ګن ميشتو لارو کې  درې ماينونه کشف او شند کړل
دوى وسله وال طالبان ددغې ماين ښخونې عامل بولي .
  ختم- سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته