خبرونهامنیتTOP

د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند د شوراب له ښوونیز مرکز څخه سلګونه سرتېري فارغ شول

کابل، د مرغومې ۲۸مه، باختر

د ملي دفاع وزارت ستر درستيز په پرلپسې هڅو او د ملي اسلامي اردو د مسلکي کولو په موخه تېره ورځ ۶۵۲ تنه ځوان منسوبین د درې مياشتنیو عقيدوي، مسلکي او نظامي زده کړو وروسته د ۲۱۵ عزم قول اردو د شوراب له ښوونیز مرکز څخه فارغ شول.

په دغه مراسمو کې استادانو او مسؤلينو تازه فارغ شویو سرتېرو ته لازمې سپارښتنې وکړې او هغوی یې خپلو مسولیتونو ته متوجه کړل.

یادو مسوولینو همدارنګه وویل چې اوسنی نظام د سترو قربانیو په پایله کې رامنځته شوی او په ځانګړي توګه د ملي اسلامي اردو سرتېري باید په هر ‌ډول شرایطو د نظام د پايښت او خپلې خاروې څخه دفاع ته په چمتو و اوسي.

په ورته وخت کې د یادو مراسمو په جریان کې فارغ شویو سرتېرو د مسؤلينو په شتون کې له هېواد څخه د دفاع په موخه او خپلې وړتیا ښودلو سره نظامي نمايشات او مانورونه ترسره کړل.

هېره دې نه وي، چې یو شمېر تازه فارغ شویو سرتېرو هم ژمنه وکړه، چې په هېڅ ډول شرایطو کې به په ورسپارل شویو مسوولیتونو کې غفلت ونکړي او د هېواد د فاع په موخه به له هېڅ ډول قربانیو څخه ځانونه ونه سپموي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته