سیاست

د کانونو، ښاروالیو او تصدیو پر قوانینو بحث وشو

کابل باختر دزمري دمياشتې ١١ نيټه : د کانونو، ښاروالیو او تصدیو پر قوانینو د بحث په خاطر پرون د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ غونډه کې بحث وشو، دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ. په دې غونده کې چې د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوې وه، په مالي او بانکوالى چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار اجمل احمدي د دغو قوانینو په اړه معلومات وړاندې کړل وې ویل، د کانونو په قانون کار شوی دی او هڅه شوې په دې قانون کې د جواز سیستمونه، تصمیم نیونه او داوطلبي شفافه وي. هغه زیاته کړه، د ښاروالیو په قانون کې هڅه شوې ده چې د دولتي بنسټونو مسوولیت واضح شي په دې قانون کې د نورو هېوادونو له تجربو او سیستمونو څخه هم ګته پورته شوې ده. احمدي د دولتي شرکتونو د قانون په اړه وویل، په دغه قانون کې د ټولو دولتي شرکتونو لپاره یو چوکاټ او همدارنګه څارنیز بورډ او د پلټنې سیستم په پام کې نیول شوی دی. د جمهوررئیس سترسلاکار د خاصو اقتصادي دولتي زونونو د قانون او د املاکو د پراختیا شرکت قانون په اړه هم معلومات ورکړل، څرګنده یې کړه چې د دولتي املاکو د انکشاف لپاره دې یوه مشخصه اداره جوړه شي تر څو په ښه توګه مدیریت او ګټه ورڅخه واخیستل شي. هغه زیاته کړه چې د جمهوري ریاست له دویم معاونیت او دعدلیې له وزارت سره یې د دغه قوانینو په اړه خبرې او مشورې کړي دي. جمهوررئیس غني د دغو معلوماتو له اورېدو وروسته له ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې په دغو قوانینو یې کار کړی دی، وې ویل: دغه قوانین د اقتصادي ودې او د خلکو د ژوند پر ښه والې مستقیمه اغیزه لري او له ټولو اړوندو بنسټونو یې وغوښتل چې د راتلوونکې اوونۍ تر نیمايي پورې دې خپل نظریات په ليکلې ډول د چارو ادارې له عمومي ریاست سره شریک کړي چې د نظریاتو له اخیستو وروسته یې قانوني پروسه بشپړه شي.# پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته