سیاستخبرونهامنیتTOP

جمهور رییس محمد اشرف غنی د غوڅ ملاتړ ماموریت مرستیال او دوو سلاکارانو ته دولتي مډالونو ورکړل

کابل/ د غويي ۲۶مه/ باختر

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت مرستیال ډګر جنرال جایلز هېل او د یادې قومندانۍ دوو سلاکارانو عبدالله امیني او مرید ثبات ته، دولتي مډالونه ورکړل.

په ارګ کې په دې مناسبت د جوړو شویو مراسمو په پيل کې د جمهوررئیس د ویاند مرستیالې فاطمې مورچل په دې اړه د جمهوررئیس فرمانونه ولوستل.  جمهوررئیس غني د یادو مډالونو له ورکړې وروسته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ستراتيژیک ملاتړ، د ملي اردو د ښوونې او روزنې او همداراز د ښې همغږۍ او دوی ته د لازمو مشورو ورکولو په برخه کې د غوڅ ملاتړ ماموریت مرستیال ډګر جنرال جایلز هېل او د یادې قومندانۍ دوو سلاکارانو عبدالله امیني او مرید ثبات، ارزښتناکه هڅې او ترسره شوي خدمتونه وستایل.   د غوڅ ملاتړ ماموریت یادو مسوولینو، له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره کار او په افغانستان کې خپل ماموریت ښه تجربه وبلله او د یادو مډالونو د ورکړې په خاطر یې د جمهوررئیس مننه وکړه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته