سیاستTOP

د بهرنيو چارو وزير او د پاکستان سفير د سولې د تامينولو لپاره دهمکاريو پرپياوړتيا ټينګاروکړ

کابل /د غبرګولې ٩مه /باختر
د هېواد د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر او په کابل کې د پاکستان د اسلامي جمهوريت سفير منصور احمدخان په تيلفوني اړيکه کې د دواړو هېوادونوترمنځ د همکاريو د پياوړتيا په اړه خبرې وکړې.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په دې تيلفوني اړيکه کې د پاکستان سفير د پاکستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيوچارو د وزير شاه محمود قريشي د ښو هيلو په څرګندولو سره د هېواد د بهرنيو چارو وزير ته پاکستان ته د سفربلنه ورکړه.
محمد حنيف اتمر د خپل پاکستاني سيال له بلنې څخه په مننې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکواوهمکاريو په پياوړتيا اوپه افغانستان کې د دايمي سولې د تامينولو لپاره له موجود فرصت څخه د استفادې په اړه ټينګار وکړ.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته