(PS)خبرونه(PS)ټولنه

په نورستان کې د ترافیکي پېښې له امله ۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

۲– کابل، د غوایي ۲۳مه، باختر

د نورستان د عامې روغتيا رياست مسوولين وایي، چې د دغه ولایت د دواب ولسوالۍ په سنګ پول سیمه کې موټر د چپه کېدو له امله یو تن مړ شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس مولوي نقيب الله نوري د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د یادې پېښې ټپیان د درملنې لپاره روغتیایي مرکز ته انتقال شوي او هغه ټپیان چې روغتايي وضعيت یې د اندېښنې وړ و د لغمان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په نورستان کې ډېری ترافيکي پېښې د سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته کېږي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا