اسلام اباد باختر دسلواغي اته ويشتمه
د پاکستاني طالبانو د تحريک شبکه ادعاکوي چې دوى هغه ٢٣ تنه سرحدي پوليسان چې تښتولي يې وو، وژلي دي.
باخترآژانس د پاکستان د دي نيوز ورځپاڼې د انترنتي سايټ له خولې خبر راکړ: د پاکستاني طالبانو يوه قوماندان عمرخالدخراساني د مومندو ايجنسى په ناحيه کې ويلي دي چې دوى دغه عسکر د دغه هيوادپه بېلابېلو سيموکې د پاکستاني طالبانو د وژل کيدو دغچ اخستنې په دليل وژلي دي.
د يادونې وړ ده چې طالبانو د سرحدي پوليسو دغه عسکر په٢٠١٠ميلادي کال کې په مومندو ايجنسى کې د شونګري له قرارګاه څخه تښتولي وو.
په هغې ويناکې چې د طالبانو له خوا خپره شوه؛ دغه راز ويل شوي دي چې موږ غواړو د پاکستان حکومت ته په ډاګه کړو چې موږ په ښه توګه پوهيږي چې څه ډول دخپلو غړو د وژل کيدوغچ واخلو او حکومت ته خبر دارى ورکوو. که چيرې دغه چلند بدل نه کړي؛ په راتلوونکي کې به زموږ غبرګون له دې څخه هم سخت وي.
1 1 دقیقه لوستل