کابل/ دچنګاښ ٢٩مه / باختر:
د کابل د امنيې قوماندانۍ د پوليسو منسوبانو په څو اوپراتيفي عملياتو کې ١٦ کسان د کابل ښار له بېلابېلو سيموڅخه د جنايي جرمونو په تور نيولي دي.
دکابل د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په لېږلوباختراژانس ته ويلي دي، چې دغه کسان د وسله والې غلا، ټپي کولو، د موبايل د غلا، د غير قانوني وسلو لېږدولو، د موټرو د غلا اونشه يي توکو د پلورلو په تور د کابل ښار د پنځمې، لسمې، يوولسمې، شپاړلسمې، اوولسمې او نولسمې ناحيو په مربوطاتو کې پوليسو وپېژندل او ويي نيول .
په خبرپاڼه کې راغلي دي، له نيول شويو کسانو يو کرولا ډوله موټر، درې تومانچې او يوه برچه ترلاسه شوې ده .
دغه راز د کابل پوليسو يوټانکر ډوله موټر چې مخکې له پروان ولايته غلاکړى شوي و ، د کابل ښار د نولسمې امنيتي حوزې په مربوطاتوکې وموند او خاوندته يې وسپاره.
ختم _ شکريه_ اکرم
0 1 دقیقه لوستل