کابل / باختر/ د کب دمیاشتې ۱۹مه
د دايکنډي ولايت په پاتو ولسوالۍ کې د ښوونکو د ١٦٠ ځانګړو شويو بستونو لپاره آزموينه واخيستل شوه.
د باختر اژانس دخبريال دخبرله مخې: د دايکنډي ولايت د پوهنې رئيس رحمت الله سيرت وويل چې دغه بستونه قراردادي دي او د پوهنې وزارت له خوا سيالۍ ته وړاندې شوې دي.
ده وويل چې د دغې ولسوالۍ د ښوونځيو د درسي کيفيت د لوړولو په لاره کې ددغو ښوونکو ګومارل ګټور دى.
د دايکنډي د پوهنې رئيس وويل چې په دې آزموينه کې نږدې ٢٠٠ تنه ګډون کړى و چې ١٦٠ تنه يې ګومارل کېزي.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ