
کابل، د وري ۳مه، باختر
د نورستان د کامدېش ولسوالۍ اړوند دوو قومونو ترمنځ د نږدې یوې پېړۍ دښمني د دغه ولایت د والي حافظ محمد آغا حکیم له لوري له پرلپسې هڅو وروسته پای ته ورسېده.
د دغو دوو قومونو ترمنځ د اوبو او څړځایونو پر سر ۹۱ کلنو شخړو په پایله کې نږدې ۲۵ کاله وړاندې د کشتوز او کامدېش یو شمېر خلک نورو سیمو ته کډوال شول، چې اوس ترې پاتې کورونه په کنډوالو بدل شوي دي.
یاد کډوال چې تازه يې خپلو سیمو ته تګ پیل کړی، د نړیوالو موسسو څخه د روغتیا، پوهنې، سرپنا، سړکونو، او نورو برخو کې د مرستو غوښتنه کوي.
د نورستان والي حافظ محمد آغا حکیم په لارښوونه د کډوالو چارو ریاست په واسطه د ۳۸۹خېمې، د پخلنځي سامانونو او د نورو اړینو توکو مرسته شوې ده.
لمر