خبرونهټولنهTOP

په نورستان کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۶کلنه دښمني په ورورولۍ بدله شوه

کابل، د کب ۲۷مه، باختر

د نوستان په نورګرام ولسوالۍ  کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۶ کلنه دښمني د یادې ولسوالۍ د مسوولینو په هڅو د قومي جرګې له لارې حل او په ورورولۍ بدله شوه.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د یو شمېر دولتي ادارو مسوولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو ګډون کړی و.

په یاده غونډه کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب د دواړو کورنیو یو بل ته بښنه وکړه او یو بل ته یې د تل پاتې سولې او ورورولۍ لاس ور اوږد کړ.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د نورستان والي ښاغلي حافظ محمد اغا حکیم په هڅو د دې ولایت د کامدېش او کشتوز قومونو ترمنځ ۹۱ کلنه دښمني په سوله او ورورګلوۍ بدله شوې وه.

لمر\جلالي

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا