ټولنه

ډاکتره نيلاب مبارز: سره مياشت دژمي په موسم کې له اړو کسانو سره مرستې ته چمتو ده .

کابل /دلندې لومړى / باختر :
په داسې حال کې چې دسرړو موسم پيل شوى دى دافغاني سرې مياشتې ټولنه په هېواد کې داحتمالي طبيعي پېښو په پايله کې  له زيانمنو سره  دمرستې لپاره دتياري خبرې کوي .
دافغاني سرې مياشتې دټولنې سکرتر  جنرالې ډاکترې  نيلاب مبارز ننګرهار ته په خپل سفر کې باختر اژانس ته وويل چې دغه ټولنه دهېواد په ګوت ګوټ کې له اړو کسانو په تېره بيا داحتمالي طبيعي  پېښو له زيانمنو سره دمرستې لپاره مخکې له مخکې  تيارى نيولى دى .
مبارز په ولايتونوکې دافغاني سرې مياشتې دټولنې  سيمه ييزو  دفترونو ته په اشارې سره وويل چې  هغوى  دسړو په موسم کې اړوکسانو ته دمرستې رسولو لپاره چمتو دي 
هغې چې دسړو په موسم کې خلکو ته دمرستې رسولو لپاره دسرې مياشتې دتياري دڅېړنې لپاره ننګرهار ته سفر کړى و ددغه ولايت له مسوولانو او نورو مرستندويو بنسټونو له چارواکو سره اړو کسانوته دمرستې  رسولو دڅرنګوالي په باب  خبرې وکړې
داپه داسې حال کې  ده چې همدااوس دسرې مياشتې له لوري دافغانستان دولايتونو په مرکزونو کې په اړو کسانو  دمرستې دويش بهير دوام لري
په دغو مرستو کې  خوراکي توکي ژمني انډي اودکور وسايل  شامل دي
افغانستان له طبيعي پېښو څخه دنړى يو ډير زيانمنونکي هېواد دى او کال په کال طبيعي پېښې په تېره بيا اورښتونه او دسېلاونو راوتل دخلکو کورونه اوکروندې ويجاړوي .
  ختم_ عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته