خبرونهورزش

په نورستان کې د فوټبال او پکتیکا کې د والیبال پيل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل، د تلې ۲۰ مه، باختر

په پکتیکا کې د استقلال تر عنوان لاندې د والیبال پيل شوې سیالۍ د پوهنې ریاست مرکزي هستې د ټیم په بریا پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ یوه میاشت وړاندې د پکتیکا د ټولو ولسوالیو د یو شمېر لېسو د ۲۴ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، پایلوبې ته یې د پوهنې رياست مرکزي هستې او د محمد خېلو د قدیر احمدزي لېسې لوبډلو لاره پيدا کړه، خو د پوهنې ریاست مرکزي هستې لوبډله وتوانېدله چې خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړي او د تلولۍ جام په خپل نوم کړي.

په ورته وخت کې په نورستان ولایت کې د فوټبال غوره لیګ سیالیو اتلولي د وانت وایګل لوبډلې خپله کړه.

دغه لیګ د نورستان د مرکز په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو لسو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، چې  یو د بل پر وړاندي په زړه پورې سیالۍ ترسره کړي.

پایلوبې ته وانت وایګل او اسټوي لوبډلو لاره پيدا کړه، خو وانت وایګل لوبډله وتوانېدله چې ۳ پر ۲ سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړي او د اتلولۍ جام په خپل نوم کړي.

س.صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا