کابل باختر د غبرګولې اتمه :
نهه تنه ډار اچوونکي په کونړ ولايت کې په نويو هوايي بريدونوکې ووژل شول.
په دغو ډار اچوونکو تېره شپه په ماڼوګي ولسوالۍ کې د پوځيانو له خوا بريد وشو .
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د بې پيلوټه الوتکو په دغو بريدونو کې نهه تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
ديوبل خبر له مخې: دوسله والو طالبانو د جنګي وسايلو يوه ډيپو په کونړ ولايت کې کشف شوه .
دغه ډيپو د اسعد آباد ښار ته څېرمه د طالبانو په يوه پټنځي کې موقعيت درلود چې له هغه څخه سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوې دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په کونړ ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورينو نن سهار ددغه ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې اته ماينونه کشف او شنډ کړل .
ختم_ ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل