خبرونهاقتصاد

په نورستان کې د ځنګلونو د ساتنې او بیا احیا کولو لپاره درې کلنه پروژه پلي کېږي

کابل، د مرغومې ۱۱مه، باختر

د نورستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې دغه  پروژه د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ د نورستان په مرکز پارون او واما ولسوالۍ کې پلي کېږې، چې ۳ کاله به دوام وکړي.

د نورستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي سلیمان ایمن د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د نورستان د ځنګلونو او نورو طبیعي زېرمو ساتنه د ولایتي ادارې  لومړیتوب دی او دا ډول پروګرامونه یې د دغه ولایت لپاره اړین وبلل.

ایمن دغه راز ولسوالیو ته د ورته پروګرامونو د غځولو غوښته وکړه او زیاته یې کړه، چې یاده پروژه د نورستان لپاره حیاتي ارزښت لري، چې پلي کېدو سره به یې تخریب شوي ځنګلونه بېرته احیا شي.

نوموړي وویل، چې نورستان ۳۰۰ زره هکتاره ځنګلونه او ۲۰۰ زره هکتاره څړځايونه لري، چې هېواد په سطحه ۲۵ سلنه جوړوي.

هغه زیاته کړه، چې هڅه کوي د نړیوالو مرستندویه موسسو په مرسته تخریب شوي ځنګلونه بېرته احیا کړي.

جلالي،ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا