امنیت

په نورستان کې د څلورو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر دزمري   اتمه :
د هېواد په ختيځ  نورستان ولايت کې د هوايي بريد له امله  د طالبانو په ډلې پورې اړوندڅلور  تنه  ډار اچوونکي ووژل شول .
په دغو داعشيانو تېره شپه په کامديش ولسوالۍ کې د دوى په پټنځي بريد وشو.
دهېواد په ختيځ کې د پوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغه هوايي بريدکې څلور تنه  ډار اچوونکي ووژل شول.
ده وويل چې دغه طالبان د يو لړ ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې هوايي بريد پرې وشو .
ويل کيږي په دې هوايي بريدکې د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې امنيتي مامورينو په نورستان ولايت کې د يولړ چاودنو مخه ونيوله .
امنيتي مامورينو نن سهار د  نورستان ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې پنځوماينونه کشف او شنډ کړل .
تر اوسه پورې د دغه ناکام ماين ښخولو مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى خو يوشمېر امنيتي خبرځايونه وسله وال طالبان د دغو ماينونو د ښخولو مسوول بولي .
  ختم _سعيده  _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته