امنیت

په کندزکې د پوځيانو په بريدکې د طالبانو درې ستر مرکزونه له منځه يوړل شول

کابل باختردتلې د مياشتې  ٢  :
په کندز ولايت کې د طالبانو درې ستر مرکزونه د کوماندو ځواکونو په بريدونو کې له منځه يوړول شول او طالبانو ته د سر دروند زيان واوښت.
د را رسيدلو خبرونو له مخې:  
دکوماندو په لسګونو تنو ځواکونو د څلرويشتو ساعتو په بهيرکې درې ځلې د چاردرې او دشت ارچي په ولسواليوکې دطالبانو په سترو مرکزونو بريدونه وکړل.
د کوماندو ځواکونو يوه وياند ا حمد جاويد سليم باختر آژانس ته وويل؛ په دغو بريدونوکې ١٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛  ١٨ تنه ټپيان او ٢٣ تنه نوريې د پوځيانوله خوا ونيول شول.
ويل کيږي  په دغو بريدونوکې د وسله والو طالبانو درې ستر مرکزونه هم ويجاړ شوي دي.
سليم وايي: د کوماندو ځواکونه بريالي شول  چې له دغو مرکزونو څخه د طالبانو په لسګونو جنګي وسايل ترلاسه او يا له منځه يوسي.
ده وويل؛ طالبانوله دغو مرکزونوڅخه دکندز په ټولو برخوکې د جګړې مديريت کاوه .
ويل کيږي په دغوجګړوکې ملکي وګړو او پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى.
ديوبل خبرله مخې : 
درې تنه وسله وال طالبان په کندز ولايت کې د پوځيانو په ډزوکې ووژل شول.
دغوطالبانو نن سهارکله يې چې غوښتل دکندز ښار په يوه لويه لاره کې دپوځيانو د سپرلۍ دکاروان په وړاندې ماينونه ښخ کړي؛ د پوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې او ووژل شول.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته