امنیت

په کندز کې د شیعه قومونو شورا د ريیس ترور

کابل/باختر/د چنګاښ ۱٥مه
د شیعه قومونو د شورا ریيس پرون مازیګر په کندز کې ترور شو.
د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني د باختر آژانس خبریال ته وویل چې ناپېژاندو وسله والو کسانو د اهل تشیع قومونو د شورا ریيس عبدالقیوم انصاري د کندز په مرکز د بلوڅو په آلچین کلي کې په ډزو سره شهید کړ.
هغه زیاته کړه: د پیښې د عاملینو د نیولو لپاره د پولیسو څېړنې پيل شوې دي.
پاى/سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته