(PS)خبرونه(PS)ورزش

په نورستان کې د کرکټ پیل شوې سیالۍ د ویښ زلمو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کابل، د زمري ۲۹ مه، باختر

د هېواد په ختیځ نورستان ولایت کې د کرکټ سیالۍ، چې د زمري د میاشتې په لومړۍ نېټه د دغه ولایت د ۳۰ لوبدلو ترمنځ پیل شوې وو د واما ولسوالۍ اړوند د ویښ زلمو لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبې ته د واما ویښ زلمیو او کانتیوا ځوانانو لوبډلو لاره موندلې وه.

پایلوبه د نورستان په مرکز پارون کې ترسره شوه او د واما ویښ زلمیو لوبډلې د لومړۍ توپوهنې په پایله کې د ۱۵ اورونو په لوبولو او د پنځو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره ۱۷۳ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې ۱۷۴ منډې هدف وټاکه.

کانتیوا ځوانانو لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه شوو کړای او د ۳۰ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دغه سیالۍ د نورستان کرکټ ولایتي ادارې له لوري په لاره اچول شوې وې او د پایلوبې د لیدلو په موخه هلته د مسولو چارواکو په ګډون ګڼ شمېر سیلانیان ورغلي وو او دغه لوبه یې له نږدې ولیدله.

د نورستان د کریکټ ادارې مسولینو ویلي، چې یادې سیالۍ یې ولایتي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د موندلو په موخه په لاره اچولې وې.

د دوی په خبره نورستانیان له کریکټ سره ځانګړې علاقه لري خو د معیاري لوبغالي او نورو امکاناتو نه شتون او یا هم کمی د دې لامل شوی، په دغه ولایت کې د کرکټ بهیر ټکنی کړي.

نورستاني لوبغاړو او د کرکټ مینوالو له حکومت او د هېواد کرکت بورډ ادارې څخه غوښتي، چې دوی ته دې په دغه ولایت کې د لوبو امکانات برابر کړي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا