(PS)خبرونه(PS)ټولنه

په نورستان کې د یوه استنادي دیوال د جوړېدو چارې پیل شوې

کابل، د وږي ۹ مه، باختر

د نورستان په مرکز پارون کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

 د ۹۰ مترو په اوږدوالي د استنادي ډیوال د جوړلو چارې د پیل کېدو خبر ورکوي.

د یاد ولایت د نورستان د ټولګټو چارو رییس مولوي احمد نبتي عادل د باختر آژآنس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د دغه ولایت په مرکز(پارون) کې د یاد ریاست په مالي ملاتړ د ۴ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال د رغېدو چارې د ۹۰ مترو په اوږدوالي پيل شوې، چې په ۳ میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې په پیلېدو سره د سیمې خلکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا