
کابل، د وږي ۸مه، باختر
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په نورستان کې د یوه سړک جوړولو د چارو پیل کېدو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د نورستان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او څارنې لاندې د(یو. ان. او. پي. اس) ادارې په مالي ملاتړ د یاد ولایت د نورګرام ولسوالۍ په ننګراج کلي کې د (۳،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲زره ۴۴۹ مترو په اوږدوالي د سړک جوړولو چارې پیل شوې دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې؛ د دغه پروژې په پلې کېدو سره به لسګونه تنو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به يې د نوموړي کلي د اوسېدونکو ترانسپورټي ستونزې هوارې شي.
د یادونې وړ ده، چې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت همدارنګه ويلي، چې د دغه سړک په جوړولو سربېره به د ياد کلي ۲۵ هغه بېوزله کورنيو ته چې معيوب، معلول، کونډې او یتيمان پکې موجود وي د ۱۰زره افغانيو معادل خوراکي توکي هم ووېشل شي.