
کابل، د غوایي ٢١مه، باختر
د نورستان په واما، برګمټال، دواب او نورګرام ولسوالیو کې د افغانستان لپاره ټولنیز میعشیت پروګرام تر چتر لاندې د ۵ میلیونو ډالرو په لګښت د ۱۰۵ پراختيايي پروژو چارې پیل شوې.
د یادو پروژو د پیل په مراسمو کې د نورستان والي شیخ شیر احمد حقاني د دغو پروژو پر پلې کېدو خوښي څرګنده کړه او په یاده برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
ورته مهال د دغه ولایت د کلیو، بيارغونې او پراختیا رییس مولوي احسان الله احمد وویل، چې دغه پروژې د افغانستان لپاره د ټولنیز معیشیت تر چتر لاندې د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې په مالي ملاتړ پلې کېږي، چې په کې د کانالونو، سربندونو، سړکونو او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.
احمد زياته کړه، چې د دغو پروژو ٨٠ سلنه ونډه کاریګرو ته او ٢٠ سلنه د یادو پروژو موادو لګښت ته ځانګړې شوې ده.
د نوموړي په خبره، د یادو پروژو په پلې کېدو کې به زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
لمر،جلالي