کابل باخترلړم د مياشتې ٣٠ نيټه :
د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت خبرتيا
د دولسمو ټولګيو هغه فارغان چې د شهيدانو او يا معلولينو وارثان وي؛ د تحصيلي سندونو، د تابعيت له تذکرې، د شهادت يا معلوليت له کارت او د شرعي وثيقه خط په لرلو سره کولاى شي د بهرنيو تحصيلي بورسونو په آزموينه کې د ګډون په مقصد د خپلو غوښتن ليکونو پړاوونه ډير ژر بشپړ او د شهيدانو او معلولينو چارو معينيت او د معلولينو او شهيدانو وارثان د ټولنيزو خدمتونو او ملاتړ د تنظيم رياست د مرستو د تنظيم مديريت ته وسپاري چې له خپلو حقوقو څخه بې برخې نه شي .
د آزموينې نيټه وروسته اعلاميږي.
پاىسعيده ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ