
– کابل، د غوایي ۲۴مه، باختر
د نورستان د فرعي سیندیزې حوزې مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د اوبو یو چیک ډیم او درې کانالونو د رغولو چارې پیل شوې.
د یاد ولایت د سیندیزې حوزې رئیس محمد علي فاروقي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې یادې پروژې د FOA موسسې په مالي ملاتړ د ۲۵ میلیونو افغانیو په لګښت پلې کېږي.
د فاروقي په خبره د دغې پروژو په بشپړېدو سره ۴۰۰ جریبه ځمکه خړوبه شي او په سلګونه کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.
ورته مهال د نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکي د یادو پروژو په پیل خوښي څرګنده کړه او دې ته د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.
جلالي،ص