امنیت

غلوپه نيمروز کې يو ماشوم وواژه .

کابل باختر د وږي ١٦مه :
وسله والو غلو تېره شپه  يو دولس کلن هلک  په نيمروز کې وواژه  او دهغه پلار يې  ټپى کړ .
دنيمروز دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول ابراهيم اميني دباختراژانس خبريال ته وويل چې وسله والو غلو  دزرنج ښار شپيته متره سړک ته څيرمه غوښتل چې دنيمروز ديو اوسيدونکي موټر  غلا کړي چې دموټر دمالک  له مقاومت سره  مخامخ شول  او غلو په پايله کې  دهغه  دسپرلۍ په موټر  ډزې وکړې  چې په پايله کې يې  دهغه  دولس کلن زوى  ووژل شو او په خپله  ټپى شو .
  پوليس وايي چې دغلو دپېژندلو او نيولو لپاره له هيڅ راز هڅو څخه ډډه نه کېږي .
ختم_  ف_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته