کابل باختر د وري يو ويشتمه :
د پکتيا پوهنتون لپاره د کنفرانسونو تالار جوړيږي.
دغه تالار د ٥٠ ميليونو افغانيو په لګښت جوړيږي او ويل کېږي په يوه وخت کې به د ١٠٠٠ ګډون کوونکو ظرفيت ولري او د اړتيا په صورت کې له دغه تالار څخه د ورزشي سالون په توګه هم استفاده کېږي.
دپکتيا والي شميم کټوازي ددغه تالار دبنسټ د ايښودلو په مراسمو کې وويل چې هلې ځلې کوي د اکاډميک او تعليمي بنسټونو د ستونزو په لرې کولو سره د پکتيا ولايت د سمسورتيا لپاره زمينه برابره کړي.
ټاکل شوې ده دغه تالار د کال تر پايه پورې جوړ شي.
ختم_ عطاالله _ اکرم