ورزش

دهېواد دکرکټ پرمختيايي ټيم دزيمباوې له سياليو څخه له جام سره راستنيږي

کابل  باختر د سلواغې د مياشتې ١٨ :
دافغانستان دکرکټ پرمختيايي ټيم  زيمباوې دکرکټ  له الف ټيم سره  دپنځو پنځوس آوريزو سياليو له ترسره کولو وروسته سبا هېواد ته راستنيږي .
دکرکټ بورد وياند فريدهوتک باخترآژانس ته وويل ؛  دافغانستان دکرکټ  پرمختيايي ټيم  دزيمبابوې  دالف ټيم په وړاندې  په پنځه ورځنيو لوبو کې  څلور لوبې وګتلې  اويوه لوبه يې وبايلله .
ده وويل ؛ ددغو دوو ټيمونو ترمنځ پنځمه لوبه پرون ترسره شوه چې  لومړى  توپ وهنه دزيمباوې الف ټيم پيل کړه اوپه پنځوسو آورونو کې داتو لوبغاړو په سوځيدوسره  ٢٨٨ منډې  هدف وټاکه چې دافغانستان ټيم  ونه شو کړاى دغه هدف ته ورسيږي او لوبه يې وبايلله .
ديادونې وړ ده چې دافغانستان دکرکټ پرمختيايي ټيم دلومړيو دريو لوبو په ګټلو سره دغه جام ګټلى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته