خبرونهټولنه

په نورستان کې هغه دوښمني پای ته ورسېده، چې په کې له دواړو لوریو ٢٦٤ کسان وژل شوي وو

کابل، د لېندۍ ١٦مه، باختر

د نورستان  د کامدېش او کشتوز قومونو ترمنځ د اوبو او د ځمکې په سر را ولاړه شوې شخړه له سلو کلونو وروسته حل شوه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د قومونو او قبایلو چارو وزیر مولوي نورالله نوري د سولې په ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې سوله کې خیر دی او دا د خدای ج امر دی، چې په خپلو منځو کې سوله وکړئ.

د کامدېش او کشتوز قومونو ترمنځ په سل کلنه شخړه کې له داوړو لوریو ۲۶۴ کسان وژل شوي وو، چې دا په نورستان کې ترټولو اوږده دښمني بلل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم قومي مشرانو او  د تېرو حکومتونو په لړ کې ۶ ځلي د دواړو لوریو ترمنځ جرګې او فیصلې شوې وې، خو د تطبیق په برخه کې د وخت حکومتونه پاتې راغلي وو.

لمر/ حسین شاه جلالي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا