سیاست

دبهرنيو چارووزارت سياسي معين : دملګروملتو دسازمان په عمومي اسامبله کې دافغانستان ګډون له لاسته راوړنو ډک و .

کابل /دتلې ١٣مه /باختر:
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين ادريس زمان نن  په يوه خبري غونډه کې  دملګروملتو دسازمان دعمومي اسامبلې په څلوراويايمه غونډه کې  دافغانستان دهيئت ګډون له لاسته راوړنو ډک وباله .
دباختراژانس دخبرله مخې ،  ادريس زمان وويل  چې دهېواد دملي امنيت سلاکار حمد الله محب  دملګروملتودسازمان  دعمومي اسامبلې په څلور اويايمه غونډه کې دافغانستان  په استازيتوب خبرې وکړې .
دهغه دڅرګندونوله مخې ، دجمهوري رياست دانتخاباتو ترسره کول او دقطر دسولې دخبرو ځنډول دملګروملتو په سازمان کې دافغانستان داستازي دوينا مهمه موضوع وه چې دنړۍ هېوادونويې  ملاتړ وکړ .
  دملي امنيت سلاکار دملګروملتو په سازمان کې  دسولې دخبرو دځنډولوعلت دافغانستان دحکومت  نه گدون وباله .
  دبهرنيو چارووزارت  سياسي معين زياته کړه  چې دافغانستان دهيئت رييس دملګروملتو دسازمان په څو غونډو کې ويناوې وکړې  اوپه دغوغونډو کې دنړۍ هېوادونو  دسولې په بهير کې دښځو له رول سره خپل ملاتړ اعلام کړ .
  ادريس زمان زياته کړه چې دملګروملتو دسازمان  دعمومي اسامبلې   تر څنګ  دافغانستان هئيت له بېلابېلو هېوادونوسره څو دوه اړخيزې غونډې لرلې  چې په دغو غونډو کې  دنړۍ هېوادونو  دسولې دخبرو دبهير لپاره  دنړيوالې اجماع  ملاتړوکړ.
  ختم- ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته