کابل، د کب ۲۶مه، باختر
ځايي چارواکو په ننګرهار ولایت کې د ځمکې پر سر د دوو کورنیو ترمنځ په خپل منځي شخړه کې ۶ کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.
د ننګرهار ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند حافظ مولوي عبدالبصیر زابلي رسنیو ته ویلي چې د دره نور ولسوالۍ په املي کلي کې پرون ناوخته د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه شوې ده، چې له کبله يې د يوې کورنۍ درې کسان وژل شوي او د يوې ښځې په ګډون دوه تنه نور ټپیان شوي دي او د بلې کورنۍ يو تن زخمي شوی دی.
زابلي زیاته کړه، چې له پېښې سره سم د يادې ولسوالۍ امنيه قومندانۍ منسوبينو سيمې ته ځان رسولی او ټپیان يې د درملنې په موخه حوزوي روغتون ته انتقال کړي دي.
هغه همدارنګه ویلي چې امنيتي منسوبينو يو تن قاتل په زخمي حالت کې نيولی او پاتې کسان له سيمې تښتيدلي، چې د نيولو په موخه يې هڅې روانې دي.