ښوونه او روزنه

په لوګر پوهنتون کې دوه ودانۍ ګټې اخستنې ته وسپارل شوې .

کابل باخترد غبرګولي  اوومه :
دلوګر پوهنتون تدريسي او اداري ودانۍ ګټې اخستنې ته وسپار ل شوې .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دلوګر  پوهنتون اداري او تدريسي ودانۍ د نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دوزيرې ، دلوګر دوالي او دلوړو زد کړو وزارت دمالي اواداري معين له خوا پرانستل شوې او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې .
په هغې  غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه له نشه يي توکوسره دمبارزې وزير پوهنوالې  سلامت عظيمي خبرې   وکړې او ويې  ويل له نيکه مرغه په لوګر ولايت کې دنشه يي توکو کرکيله صفر ده چې ددغه شان وياړ په ساتلو کې بايد هلې ځلې وشي او دلوګر ولايت ددغه وياړ ګټه ددغو دوو ودانيو جوړول دي .
دلوګر والي محمد حليم فدايي په دې غونډه کې ښوونه او روزنه دجګړې دبندولو يواځنۍ لاره وبلله او له خلکو څخه يې وغوښتل چې ددولت د پروژو په عملي کولو کې له دولت سره همکاري وکړي چې دزده کړې لپاره زمينه برابره شي او له دغو ستونزو څخه خلاص شو .
دلوړو زده کړو وزارت مالي اواداري معين ډاکتر احمد سير مهجور  وويل: دلوګر ولايت دموقعيت اومسلکي کادرونو له  پلوه  ځانګړى ارزښت لري او هلې ځلې دوام لري چې دلوګر په پوهنتون کې زياتې پوهنځي جوړې شي .
دغه راز دلوګر  دلوړو زده کړو دموسسې  رييس پوهنمل وحيد الله عبدالرحيم زى  په دې غونډه کې وويل دلوګر  پوهنتون  اداري او تدريسي ودانۍ د څه دپاسه اته ديرشو مليونوافغانيو په لګښت دهېواد دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې وزارت دښو اجرااتو دستاينې دپروګرام له خوا په پاحه  اواساسي  ډول جوړې شوې دي چې څلور ديرش اداري دفترونه ، اته درسي خونې ، يو کتابتون ، دکنفرانس  يوسالون دکمپيوتر يوه خونه او نور ملحقات لري چې په يوکال کې جوړې شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته