سیاست

انجینیر محمد خان په کابل کې وروستی ترهګریز برید په سختو ټکو وغانده!

کابل باختر دمرغومي دولسمه
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمدخان د تېرې شپې ترهګریزبرید چې د کابل ښار د قلعه فتح الله په سیمه کې پریوه رستورانت د وسله والومخالفینو له خوا د یو موټر بم په واسطه ترسره شوپه سختو ټکو وغانده.
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته  خبرورکړ.
د دغه برید په ترسره کولو سره چې یوشمیر ملکي هیواد والو ته په کې مرګ ژوبله واوښته دهیواد د ښمنانو یو ځل بیا وښوده چې دوی له عام ولس او ملکي وګړو سره په ښکاره دښمني کوي، دخلکو د استوګنې پرځایونو بریدونه کوي اوخلک ویروي.
بریدګر په دې توګه غواړي چې وحشت او دهشت خپور کړي او د ملکي وګړو په وژلو سره خپلو ناوړو موخو ته ځان ورسوي، د ملي وحدت حکومت او ولس به د دوی په وړاندې خپل ټټرونه ډال کړي او هیڅکله به هم دوی ته اجازه ورنکړي چې د هیوادوالو د سولې، آرامۍ او پرمختګ خنډ وګرځي.
په دې پېښه کې له قرباني شويو هیواد والو کورنيوسره د ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کوم، شهیدانوته جنت الفردوس، ټپیانوته سملاسي روغتيا، کورنۍ اوخپلوانوته يې د جمیل صبر هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته