امنیت

يوځانمرګى بريد کوونکى دملګي وګړو په منځ کې ځان وچاوه

کابل  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١٣ :
دپکتياولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې نن سهار د يو ځانمرګى بريدله امله  يوسرحدي پوليس له يوولس تنو سره شهيد او يو پوليس او اته تنه نورټپيان شول.
دپکتيا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زلمى اوريا خيل ددغه خبر د تائيدولو په ترڅ کې باخترآژانس ته وويل: نن سهار دلسو بجو په شاوخوا کې يوتن موټرسايکل سپاره په خپل بدن کې ځاى پرځاى شوي چاوديدونکي توکي د څمکنيو ولسوالۍ   د نوى ښار په بازارکې د ملکي وګړو په منځ کې وچاول چې له امله يې دولس تنه شهيدان او اته تنه نور ټپيان شول.
د اورياخيل دڅرگندونوله مخې: په دې چاودنه کې د ايتلاف ځواکونوته هم دسر زيان اوښتى دى چې تراوسه پورې د دقيق شمير په باب يې خبرنه دى ترلاسه شوى.
د دغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته