ټولنه

د جلال اباد د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې د غصب شويو ځمکو د مخنيوي کمپاين پيل شو.

جلال اباد- باخترد غويي د مياشتې ۲۴ مه
د ننګرهار د والي په  لارښوونه د جلال اباد ښاروالۍ له خوا د څلورمې ناحيې په مربوطاتو کې د غصب شویو ځمکو د مخنيوي کمپاين پيل شو.
د جلال اباد ښاروالۍ د څار او ارزونې  سرپرست امر عبيداغا باختر اژانس ته وويل، چې د ځمکو د غصب د مخنيوي دغه کمپاين د سلاکار وزير او دننګرهارد والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه او د جلال اباد ښاروال حميد الله افغان په سپارښتنه د څلورمې ناحيې اړوند د اکمالاتي بيزپه سيمه کې د غصب شويو ځمکو بيرته راګرځولو په موخه پيل کړي.
هغه زياته کړه، چې د دغه کمپاين پرمهال  په خپل سر جوړ شوي کورونه ونړول شول او دغه راز يو شمېر نور هغه ځايونه هم تش شول، چې خلکو يې د غصب پلان درلود.
عبيداغا وويل، د غصب  شويو ځمکو د راګرځولو دا کمپاين به د جلال اباد ښار ټولو سيمو ته وغځيږي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم جلال اباد ښاروالۍ د ښار په بيلابيلو سيمو کې په خپل سريو شمېر جوړشوي کورونه نړولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته