امنیت

د دولت يو وسله وال مخالف ووژل شو

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٥ :
د پکتياولايت د وزې ځدران ولسوالۍ په مربوطاتوکې پرون دملي اردو او پوليسو د گډو ځواکونو په عملياتو کې د دولت يو وسله وال مخالف ووژل شو او يوتن بل ټپي شو.
د٢٠٣ تندر قول اردو ويندوى احمدجان باختراژانس ته وويل : دغه عمليات چې دوه ساعته يې دوام وکړ؛ له امله يې يو وسله وال مخالف ووژل شو او بل وسله وال مخالف په داسې حال کې چې ټپي شوى و؛ د افغان څواکونو له خوا ونيول شو.
يوه اړونده خبرځاى وويل: په دغو عملياتو کې دوه کلاشينکوفونه  او د ميزائيلو دوه توغندي د وزې ځدران په ولسوالۍ دتوغولو په خاطر  عيارشوي واو د دښمن يوه مخابره  د وسله والو ځواکونولاسته ورغلې ده.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته