سیاست

جمهوررئیس غني شمشاد ټلویزیون وکوت

کابل باختر د لړم نهه ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تير ماښام شمشاد تلوېزیون ته ولاړ او د دې بنسټ له مسوولینو او کارکوونکو سره یې له نږدې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
د هېواد جمهوررئیس یو ځل بیا پر شمشاد تلوېزیون د شوي تروریستي برید د شهیدانو روح ته دعا وکړه او د یاد تلویزیون د مسوولینو او قربانیانو د کورنیو مېړانه، صبر او حوصله یې وستایله.
د هېواد جمهور رئیس وویل: شمشاد ملي بنسټ او د افغانستان د ملت ډېر شفاف او اوچت غږ دی او د دې غږ ساتل د ټول ولس دنده ده. دا یوه ملي پانګه ده، ستاسو ساتنه په ټول ملت، حکومت او په تيره بيار ما یو مسوولیت دی.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د شمشاد تلویزیون له مشرتابه او کارکوونکو څخه په مننې وویل: په ډېر کلک ایمان،  اراده او کاري ټیم مو ډېر ژر خپل نشرات پیل کړل او ولس ته مو خپل غږ ورساوه.
د شمشاد تلویزیون مسوولینو د هېواد جمهوررئیس ته ښه راغلاست ووایه او د یادې تروریستي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ او ټپیانو ته د پر وخت رسیدګۍ په خاطر یې د هغه قدرداني وکړه
هغوی دبیان  ازادۍ د ملاتړ او پیاوړتیا او د رسنیو د ازاد فعالیت په خاطر  جمهوررئیس وستایه او ټینګار یې وکړ، د بیان ازادۍ په برخه کې به د ارزښتونو د ساتنې او د ملي ګټو د ملاتړ په خاطر خپلو رسنیزو فعالیتونو ته دوام ورکوو او هیڅ خنډ نشي کولای زموږ غږ غلى کړي. #پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته