امنیت

د قلات ښاروال له څه کم دوه ميلیونو افغانیوسره نامعلوم لوري ته تللی

قلات باختر د سلواغې د میاشتې ۱۵ مه
د زابل ولايت د مرکز قلات سرپرست ښاروال انجینر محمد طيب له یو میلیونو اووه سوه زرو افغانیو سره یوځای نامعلوم لوري ته تللی دی.
چارواکي وايي چې سرپرست ښاروال د انکشافي بودجې څخه یو میلیونو اووه سوه زره افغانۍ له باختر بانک څخه اخیستي دي او له خپلې کورنۍ سره یوځای نامعلوم لور تللی دی.
د زابل د والي مرستیال رحمت الله یارمل د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې ، امنيتي ځواکونو پلټنې پيل کړي،څو ښاروال ونیسي او د قانون منګلو ته يې وسپاري.
يارمل وايي چې سرپرست ښاروال ولایتي ادارې ته درې ځلې خپله استعفا وړاندې کړې وه،خو ولایتي ادارې يې د دې له امله استعفا نه وه منظوره کړې،ترڅو چې خپل ټول حسابونه تصفیه نه کړي.
هغه وايي چې ښاروال په خپل صلاحیت سره له اته نوي زرو افغانيو څخه زیاتې پيسې له بانک څخه نه شي اخیستلای.
خو اوس پوښتنه دا ده چې څنګه يې دومره پيسې له بانک څخه په خپل صلاحیت سره اخیستي دي؟دى وايي چې دا به وروسته له پلټنو څخه معلومه شي.پای/صال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته