سیاست

د وزيرانو شورا د قوانينو د کميټې نوبتي غونډه د محمد يونس قانوني په مشرۍ جوړه شوه

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٣١
د وزيرانو شورا د قوانينو دکميټې نوبتي غونډه نن له غرمې مخکې د جمهوري رياست د لومړي مرستيال او د دغې کميتې د رييس محمديونس قانوني په مشرۍ جوړه شوه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د جمهوري رياست لومړي مرستيال لومړى په هيوادکې د قوانينو د ازرښت په باره کې خبرې وکړې او زياته يې کړه چې د طرحه شويو قوانينو په هر اړخيزه څيړنه او مطالعه کولوکې دکميټې کاربرخليک تاکوونکى دى او د هيواد د قوانينو د اصلاح کولو بهيرګړندى کوي.
وروسته د عدليې وزارت مسلکي معين او سرپرست د بشر د حقوقو د مقررې د طرحې او د جغرافيايي نښونښانو د قانون دطرحې په باب د کميټې د پخوانيو غونډو د مصوبو د عملي کولو رپوټ وړاندې کړه.
دعدليې وزارت سرپرست له اجندا سره سم د ښار اوکور جوړولو د چارو د قانون طرحه غونډې ته وړاندې کړه.
په غونډه کې د غونډې د غړو له خوا د نظريو او پيشنهادونو له وړاندې کيدو وروسته پريکړه وشوه چې د عدليې وزارت د سرپرست ترنظر لاندې او د ښارجوړولو د چارو وزير، کابل ښاروال، د جمهوري رياست د عدليې او حقوقي بورد د رييس د حقوقي او عدليې چارو د سلاکار وزير محمد اشرف رسولي او د اقتصاد ، ماليې او عامې روغتيا د وزارتونو ، د ځمکې د اصلاحاتو د خپلواکې ادارې ، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې او د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونو د واکمنو استازو په ګډون اختصاصي کميټه دې د دغه قانون طرحه د بورد د حقوقي، تخصصي او مسلکي اړخونو په پام کې نيولو سره بياوڅيړي او د قوانينو دکميټې راتلوونکې غونډې ته دې وړاندې کړي. دغه راز د کتنځيو د مقررې طرحه د عدليې وزارت د سرپرست له خوا غونډې ته وړاندې شوه.
ده وويل: د دغې طرحې په نافذولو سره د ډاکترانو د کتنځيو حالت ښه والي مومي او خلکوته د ښو روغتيايي خدمتونو زمينه برابريږي.
وروسته دعامې روغتيا وزيرې او د غونډې نوروغړو ددغې طرحې په باب اصلاحي نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل.
غونډې د کتنځيو د مقررې طرحه هغو اصلاحي تعديلونو ته په پاملرنې سره چې په غونډه کې پيشنهاد شول؛ تاييد کړه او د پړاونو د بشپړولو لپاره يې د وزيرانو شورا ته وسپارله.
دغه راز د عامې روغتيا د قانون د دويمې مادې طرحه چې د بيا کتنې په مقصد د قوانينوکميټې ته ليږل شوې وه؛ څرنګه چې تعديل د هيواد د اساسي قانون د دوه پنځوسمې مادې د حکم په رڼا کې برابر شوى و؛ د تاييد وړ وګرځيد او د تصويب لپاره د وزيرانو شوراته وسپارل شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته