کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١١ :
په فارياب ولايت کې په نويو جګړوکې طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى.
دغه جګړې په قيصار ولسوالۍ کې د پوځيانو له خوا په سازمان شوي بريدونو سره د طالبانو په سنګرونو ترسره شوي دي.
د ملي اردو د کوماندو د ځواکونو وياند احمدجاويد سليم د باختر آژانس ته وويل: په دغوخاصو عملياتوکې د دغې ډلې د دوو تنو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون پنځلس تنه ووژل شول او څه ناڅه لس تنه ټپيان شول.
ده وويل: په دغو عملياتوکې څوکلي د طالبانو له شتون څخه پاک شوي او د ډاراچوونکو ځينې مرکزونه هم له منځه تللي دي.
دغه خاص عمليات د هوايي ځواکونو په ملاتړ اوس دوام لري.
ويل کيږي؛ تر اوسه پورې په دغو نښتوکې پوځيانو او د سيمې اوسيدونکوته زيان نه دى اوښتى.
1 1 دقیقه لوستل