ښوونه او روزنه

دپوهنې وزارت ١٢ ر٢ مليونه ټوکه کتابونه چاپوي .

کابل باختر د مرغومي  اتلسمه :
دپوهنې وزارت سرپرست  ډاکتر محمد ميرويس  بلخي  نن له يوه کورني طباعتي شرکت  سره دلومړنيو ټولګيو د  ١٢ر٢مليونو ټوکودرسي کتابونو دچاپولو قرارداد  لاسليک کړ .
  دباختراژانس دخبرله مخې ،  ددغه قرارداد دلاسليک په مراسمو کې دپوهنې وزارت  سرپرست وويل  چې دغه کتابونه به  دڅلورو مياشتو په بهير کې چاپ او په ښوونځيو  وويشل شي .
  ده زياته کړه  چې دغه کتابونه دداوطلبي په  پايله کې دبهير له طباعتي شرکت  سره  قرارداد شوي دي چې له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پوري  درسي کتابونه  پکې شامل دي او د درې سوه دوه اتيا مليونو يوسلو درې اتيا زرو اووه سوه  دوه اوياافغانيو په لګښت  به  دڅلورومياشتو په بهير کې  چاپ شي .
له قرارداد سره سم دبهير طباعتي شرکت مسووليت لري  چې ددغو کتابونو دچاپولو تر څنګ  هغه  دهېواد په ټولو ولايتونو هم  وويشي .
دپوهنې وزارت  سرپرست وويل  چې دراتلونکو پنځو کلونولپاره  ددرسي کتابونو  دکمښت دستونزې  دلرې کولو په  مقصد دامريکا دمتحده ايالاتو دپرمختيايي ادارې  ( يو اس اي دي )  پنځه اويا مليونه ډالري  مرسته ترلاسه کړې ده  چې  له مشخص پروګرام سره سم به دغه پيسې  ولګول شي .
  ده زياته کړه چې په نږدې  راتلونکې کې  له دغې مرستې څخه په استفادې سره به د اووه ديرشو مليونو ټوکو  نورو کتابونو دچاپ او ويش قرارداد هم  لاسليک شي . او ډاډ يې ورکړ چې دپوهنې وزارت ژمن دى  چې له ټولو امکاناتو څخه  په ګټې اخستنې سره  دټولو زده کوونکو لپاره  درسي کتابونه  چمتو کړي .
دغه راز په دغو مراسمو کې  دبهير دطباعتي شرکت رييس حاجي شيرباز کمين زاده  ژمنه وکړه چې  له قرارداد سره سم دپوهنې وزارت ددرسي کتابونو دچاپ او ويش  پروژه  په ټاکلي وخت او زمان سره عملي کوي .
  ده وويل  چې دپوهنې له وزارت څخه  له پخوانيو  تجربو څخه يې  زده کړې دي چې دکتابونو چاپول په  لوړ کيفيت سره  ترسره شي او دهېوادپه ولايتونو هم وويشل شي .
ديادونې وړ ده چې دپوهنې وزارت  سربيره پردې چې  له  ٢٠٠٤ ميلادي کال څخه تراوسه پورې  په ټوليزه توګه کابو  دوه سوه نهه ويشت مليونه ټوکه درسي کتابونه  چاپ کړي دي  خو په هر کال کې په ښوونځيو کې په شرايطو دبرابرو کسانو دمخ په زياتوالي  جذب په نسبت  دغې برخې ته دبودجې دکمښت په خاطر بيا  هم  دکتابونو دکمښت  ستونزه  محسوسه ده .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته